د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د مؤسساتو له استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

noor_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲ - ۸:۴۹
1

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د سرپرست وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده په مشري نن له غرمې مخکې د مؤسساتو له استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه.

په یاده غونډه کې چې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت په مقر کې جوړه شوې وه، د یاد وزارت سرپرست وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده، مرکزي رئیسانو، د یونیسف دفتر د واش څانګې مسوول رولف لویندیک، د عامې روغتیا او پوهنې وزارتونو او مؤسساتو استازو ګډون کړی وو

د غونډې په پیل کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب میلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د یادې غونډې د اهمیت په اړه خپله ارزښتناکه وینا وکړه او وویل: زموږ مسوولیت دا دی ترڅو پروژې په یو داسې ځای کې پلي کړو چې د مظلومو او ستړو افغانانو د درد دوا شي او کوښښ به مو دا وي چې مستحقو خلکو ته پروژې ورسوو او ټولګټې خدمات وړاندې کړو.

دغه راز محترم وزیر صاحب متوازن انکشاف ته اشاره وکړه او زیاته یې کړه چې پراختیايي پروژې باید د خلکو د اړتیاوو په اساس تطبیق شي او د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت دا هوډ لري ترڅو د هېوادوالو ستونزو ته پر وخت رسیدنه وکړي.

همداراز د مؤسساتو د استازو خبرې په غور واوریدل شوې او غونډه د دعائیې په ویلو سره پای ته ورسیده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۴:۰
Background image

د کليو د بيا رغونې او پراختيا وزارت محترم وزیر صاحب غزني او زابل ولایتونو ته سفر وکړ

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت محترم وزير الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب د مل پلاوي په ملتیا غزني او زابل ولایتونو ته د کاري سفر په ترڅ کې د یادو ولایتونو د کلیو د بیارغونې او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۷ - ۸:۲۴
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د نورستان ولایت له والي او قومي مشرانو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د نورستان ولایت له والي ذین العابدین عابد او د یاد ولایت قومي مشرانو سره لیدنه وکړه.

. . .
یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۴:۲۵
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د اهل تشیع مخور سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د اهل تشیع له مخور سید حسن فاضل زاده او استازو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پیل کې. . .

BACK TO NEWS