د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د هېواد په څلور ولایتونوکې د جنوبي کوریا په مرسته د لمریزې برېښنا سترې پروژې پلي کوي

content_manager
دوشنبه ۱۳۹۸/۷/۱ - ۱۳:۳۰
ملاقات با سفیر کوریا

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزیر پوهندوی مجیب الرحمن کریمي د جنوبي کوریا له سفیر راهي زا یانګ(Rahee zha hyoung)  سره نن د دوشنبې په ورځ د خپل کار په دفتر کې ولیدل.
د لیدنې په پیل کې د کلیو بیارغونې او پراختیا وزیر د جنوبي کوریا له مرستو مننه وکړه  او  د جنوبي کوریا له سفیر یې وغوښتل، چې د هېواد په لېرې پرتو سیمو کې د لمریزې  او اوبو برېښنا د برابرولو په برخه کې مرسته وکړي او ددې ترڅنګ یې د ظرفیت لوړولو په برخه کې د زیاتو بورسونو او د انیستيټیوټ کتابتون سره د لازمو همکاریو غوښتنې وکړې.
د جنوبي کوریا سفیر وویل، په راتلونکي کال کې به په  کندهار او خوست کې یو میګا واټ لمریزه برېښنا، په پروان کې ۶۰۰ کیلو واټه  د اوبو او لمریزه برېښنا او په بغلان کې ۴۵۰ کیلوواټه لمریزه برېښنا چمتو کړي.
د یادونې وړ ده، چې د جنوبي کوریا په مرسته د ننګرهار په دره نور ولسوالۍ کې ۲۰۰۰ کورنیو او ۱۴ روغتونونو ته د برېښنا برابرولو چارې عملا روانې دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۵ - ۱۴:۳۱
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د مؤسساتو له استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب په مشرۍ نن له غرمې مخکې د مؤسساتو له استازو سره د اوبو او روغتیا ساتنې په تړاو د همغږۍ غونډه ترسره شوه.. . .

شنبه ۱۴۰۴/۵/۴ - ۹:۸
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت خپل یو کلن فعالیتونه او لاسته راوړنې له رسنیو سره شریکې کړې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب نن له غرمې مخکې د اطلاعاتو او رسنیو د مرکز په خبري کنفرانس کې د یاد وزارت یو کلن فعالیتونه او لاسته. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۵ - ۸:۱۹
Background image

په پروان ولایت کې د (۱۷۵) بیلابیلو پراختیايي پروژو چارې پیل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د پروان ولایت په شینواري او سالنګ ولسوالیو کې د څه باندې (۲۴۵) میلیونه افغانیو په لګښت د (۱۷۵) پراختیايي پروژو چارې نن د یوې غونډې په ترڅ کې د. . .

BACK TO NEWS