په جوزجان ولایت کې به سږ کال د څه کم ۳۰۰ ميليونه افغانیو په ارزښت ۲۳۸ پرمختیايي پروژې پلي شي

content_manager
شنبه ۱۳۹۸/۱/۱۷ - ۸:۴۰
جوزجان

د کليو بیارغونې او پراختیا وزیر پوهنمل مجیب الرحمن کریمي نن په خپل کاري دفتر کې د جوزجان ولایت د قومي مشرانو او ځوانانو سره د یاد ولایت د ستونزو د اوریده په موخه ولیدل.

د لیدنې په پیل کې د جوزجان ولایت قومي مشرانو د کليو بیارغونې او پراختیا وزارت د پلي شویو پروژو څخه خوښي څرګنده کړه، چې د کليوالو په ژوند یې جوت اغېز کړی او ورپسې د خپلې سيمې ستونزې او غوښتنې د کليو بیارغونې او پراختیا له وزیر سره شریکې کړې، چې د څښاک اوبه، د سربندونو جوړول، د ښوونځيو د ودانیو نشتون او د ترانسپورټي لارو جوړول یې مهمې وبللې.

د کليو بیارغونې او پراختیا وزیر دوی ته وویل،" چې سږ کال به په جوزجان ولایت کې د څه کم ۳۰۰ ميليونه افغانیو په ارزښت ۲۳۸ پرمختیايي پروژې په بېلابېلو سکتورونو کې پلي شي او د دې ترڅنګ به امکاناتو او د وزارت کاري ساحې ته په پام ستاسې نورو ستونزو ته هم د حللارې پیدا کړو."

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزیر زیاته کړه، چې د جوزجان په ۱۲۱ کلیو کې به د مېرمنو د کورني اقتصاد پیاوړتیا پروګرام پیل شي، چې څه کم لس زره خلک به تر خپل پوښښ لاندې راولي، د دوی لاسي صنایع به پیاوړي کړي او په کور دننه به ورته کاري فرصتونه ایجاد کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۳:۳۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د پروان ولایت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۳:۵۱
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر له نړیوالو علماوو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر، الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب، په خپل کاري دفتر کې د ترکیې، کینیا، بورکینا فاسو، نایجیریا، موریتانیا او صربیا هېوادونو له علماوو سره وکتل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۳:۵۹
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د کاپیسا ولایت د والي له مرستیال سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د کاپیسا ولایت د والي له مرستیال شیخ اسدالله سنان او د کلیو د بیارغونې او پراختیا. . .

BACK TO NEWS