د لغمان ولایت علیشنګ ولسوالۍ کې د (۲،۰۸۹) کیلومتره جغل‌ فرش سړک د جوړولو چارې پیل شوې

noor_admin
شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۹:۴۷
1

د لغمان ولایت د علیشنګ ولسوالۍ اړوند له واینګل سیمې څخه تر اولیا بالا پورې د (۲،۰۸۹) کیلومتره جغل ‌فرش سړک د جوړولو چارې، د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال الحاج محمد ارسلاح خروټي او مل پلاوي له لوري پرانستل شوه، چې نږدې  (۲۰) میلیونه افغانۍ لګښت به ولري.

د یادې پروژې په پرانستې مراسمو کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال الحاج محمد ارسلاح خروټي، د لغمان ولایت د مقام مرستیال الحاج حافظ انځرګل عبدالله، د لغمان ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس مولوي احسان‌الله ابو احمد، د اقتصاد رئیس مولوي عطاءالرحمن فاتح، یو شمېر علماوو، قومي مشرانو او ځوانانو ګډون کړی و.

په جوړو شویو مراسمو کې د وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال، د لغمان ولایت د مقام مرستیال او د لغمان ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس، هر یوه په خپل وار د یاد سړک د اهمیت او ارزښت په اړه خبرې وکړې او د دغه سړک جوړول یې د سیمې د پرمختګ او بیارغونې په برخه کې یو مثبت ګام وباله.

یاد سړک چې په غرنيزه سیمه کې پروت دی، د سړک پر غاړه د (۲۹۶) مترو استنادي دېوال، د (۱۰) پایو پلچکونو او د (۵۳) مترو اوبو تېرولو ویالې یا کانالونو جوړول هم پکې شامل دي.

د یاد سړک د جوړولو د چارو په جریان کې به لسګونو تنو کارګرو ته د کار زمینه برابره شي او د پروژې له بشپړېدو سره به د سیمې د اوسېدونکو د تګ راتګ ستونزې تر ډېره هوارې شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۶:۸
Background image

په بغلان ولایت کې د اوبو رسولو (۱۰) شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د بغلان ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د دغه ولایت په دهنه غوري، نهرین، برکه، دوشي، خنجان او بنو ولسواليو کې د څه باندې (۴۲.۶) میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو (۱۰. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۰:۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د بامیان ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د بامیان ولایت له والي الحاج قاري ګل حیدر شفق سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۴:۲۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا ولایت له قومي مشرانو او مخورو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز له قومي مشرانو او مخورو سره لیدنه وکړه.

په یاده لیدنه کې. . .

BACK TO NEWS