په زابل ولایت کې د یوه پُل د جوړولو چارې پیل شوې
د زابل ولایت د شاجوی ولسوالۍ اړوند د جعفر عليخېلو په کلي کې د (۴۰) مترو په اوږدوالي د یوه پُل د جوړولو چارې د (۱۷.۵) میلیونه افغانیو په لګښت، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مالي او اداري چارو محترم مرستیال الحاج مولوي عبدالرحمن حلیم او ورسره مل پلاوي له لوري پیل شوې.
د یاد پُل د پرانیستې په مراسمو کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال الحاج مولوي عبدالرحمن حلیم، د زابل ولایت مرستیال الحاج ملا فیضالله تمیم، د زابل ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس ملا حکمتالله رهبر، د اوبو لګولو ودانیزو چارو رئیس ملا عصمتالله کرامت، د اقتصادي تحلیلونو رئیس ملا سعدالله شریف، د شاجوی ولسوال، د سیمې علماوو، قومي مخورو او ځوانانو ګډون کړی و.
د یاد پُل د جوړولو د چارو په جریان کې به لسګونو کارګرانو ته د کار زمینه برابره شي او د پُل له بشپړېدو سره به يي د یادې کلي د اوسېدونکو ترانسپورتي ستونزې هوارې شي.
