په نورستان کې د ۲۷۹ ميليونه افغانیو په ارزښت د دوو سړکونو او ۳۲ ښوونځيو د ودانیو د جوړولو چارې پیل شوې

content_manager
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۵/۱ - ۹:۱۸
نورستان

د جمهور رئیس سلاکار او د مالیې وزارت سرپرست وزیر محمد همایون قیومي، د کليو بیارغونې او پراختیا وزیر پوهنمل مجیب الرحمن کریمي، د لوړو زده کړو وزیر عبدالتوب بالاکرزي ، د اوبو او انرژي وزیر محمد ګل خلمي لخوا په نورستان کې د کليو بیارغونې او پراختیا وزارت لخوا د دوو سړکونو د جوړولو چارې پیل شوې.
په دې دوو سړکونو کې چې یو یې ۵۱۰ متره اوږد کانکریټي سړک دی او د نورستان مرکز پارون له کامدیش ولسوالۍ سره نښلوي، د نږدې ۸۰ ميلیونه افغانیو په ارزښت او بل سړک چې ۲۵،۸ کیلومتره اوږدوالي لري ، د ۲۰۰ ميليونه افغانیو په ارزښت جوړیږي.
د دې ترڅنګ د کليو بیارغونې او پراختیا وزیر او ورسره مله پلاوي په نورستان کې د ۱۶۹ ښوونځيو له ډلې د ۳۲ ښوونځيو ودانیو جوړولو چارې هم پیل کړې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۳:۵۹
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د کاپیسا ولایت د والي له مرستیال سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د کاپیسا ولایت د والي له مرستیال شیخ اسدالله سنان او د کلیو د بیارغونې او پراختیا. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۳:۱۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د هلمند ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د هلمند ولایت له والي مولوي امان الدین منصور او د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۰:۱۲
Background image

خبرتیا

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت په پام کې لري چې خپل (۱۲۱) عرادې وسایط په ۱۴۰۵/۱/۱۸ نېټه د سې شنبې په ورځ د لیلام پروسې له لاري خرڅ کړي.

شرکتونه او اشخاص که د رانیولو لپاره علاقمندي. . .

BACK TO NEWS