په ارزګان ولایت کې د یو لوی کانال د رغولو چارې پيل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د ارزګان ولایت د دهراود ولسوالۍ په دراز جوی سیمه کې د (۲۸) میلیونه افغانیو په لګښت د شاوخوا (۹۰۰) مترو په اوږدوالی د یوه لوی کانال د رغولو چارې نن د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه وزارت د محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب او مل پلاوي له خوا پيل شوې.
د نوموړې پروژې د پیل لپاره په جوړه شوې غونډه کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب، مل پلاوي، د ارزګان ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئيس ملا عبدالغني بلال، د دهراود ولسوالۍ ولسوال حاجي بشير صاحب، د چورې ولسوالۍ ولسوال حاجي مسافر صاحب، د یادې ولسوالۍ مسؤولینو، علماء کرامو، سپین ږیرو، مخورو او ځوانانو ګډون کړی وو.
په دې پروژه کې د دغه کانال د رغولو سربیره د استنادي دیوالونو او یو سربند جوړول هم شامل دي.
د یادې پروژې د کار په جریان کې به سلګونه تنه کاریګرو ته د کار زمینه برابره او په بشپړیدو سره به يې د نوموړې سیمې د اوسیدونکو سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه خړوبه شي.