د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د مؤسساتو له استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

noor_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۵ - ۱۰:۱
1

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب په مشرۍ نن له غرمې مخکې د مؤسساتو له استازو سره د اوبو او روغتیا ساتنې په تړاو د همغږۍ غونډه ترسره شوه.

په یاده غونډه کې چې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت په مقر کې جوړه شوې وه، د یاد وزارت محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب، مرکزي رئیسانو، د یونیسف دفتر د واش کلستر مسئول ښاغلی باب او د نورو مؤسساتو استازو ګډون کړی وو. 

د غونډې په پیل کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب میلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د یادې غونډې د اهمیت په اړه خپله ارزښتناکه وینا وکړه او وویل: الحمدلله موږ او تاسې په داسې غونډه کې راټول شوي یو ترڅو خپل ستړي ولس ته د اوبو رسولو په برخه کې د خدمت په اړه خبرې وکړو، اوبه د انسان د ژوند لپاره اړین رول لري او د خوښۍ ځای دی چې اوسمهال په هېواد کې د اوبو رسولو د سترو پروژو چارې روانې دي.

دغه راز محترم وزیر صاحب د اوبو مدیریت ته اشاره وکړه او زیاته یې کړه چې د اوبو رسولو پروژې باید د خلکو د اړتیاوو په اساس تطبیق شي، زموږ ټولو مسوولیت دی ترڅو د هېواد په ګوټ ګوټ کې خپل ولس لپاره د څښاک پاکې اوبه برابرې کړو.

همداراز د مؤسساتو د استازو خبرې په غور واوریدل شوې او غونډه د دعائیې په ویلو سره پای ته ورسیده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۶:۸
Background image

په بغلان ولایت کې د اوبو رسولو (۱۰) شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د بغلان ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د دغه ولایت په دهنه غوري، نهرین، برکه، دوشي، خنجان او بنو ولسواليو کې د څه باندې (۴۲.۶) میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو (۱۰. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۰:۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د بامیان ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د بامیان ولایت له والي الحاج قاري ګل حیدر شفق سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۴:۲۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا ولایت له قومي مشرانو او مخورو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز له قومي مشرانو او مخورو سره لیدنه وکړه.

په یاده لیدنه کې. . .

BACK TO NEWS