د کلیو د بیا رغونې او پرمختیا وزارت سیمه ییز پروګرام له 2015 زیږدیځ کال را پدیخوا د 101,981,309 افغانیو په ارزښت 38 عام المنفعه پروژې د میدان وردګو ولایت په بیلابیلو سیمو کې تطبیق کړي چې 30 دغه پروژې بشپړې او 8 نورې یې د بشپړیدو په حال کې دي.

content_manager
شنبه ۱۳۹۸/۶/۱۶ - ۷:۱۹
انسجام ساحوی

د دغو پروژو په لړ کې چې 15 یې له ملي بودیجې او 23 یې د نړیوال آسیايي بانک له لوري تمویل شوي 86,476 کاري ورځې رامنځته او 211,157 ځايي اوسیدونکي لدغو پروژو هر اړخیزه ګټه پورته کوي.
د دغو پروژو د تطبیق پر مهال استنادي دیوالونه، د اوبو لګولو سربندونه او کانالونه، سړکونه، ښوونځي، ټرانسپورټي پلونه او د اوبو لګولو کاریزونه جوړ شویدي.
د یادونې وړ ده چې دغو پروژو د ځايي اوسیدونکو د ټولنیز ژوندانه په بیلابیلو اړخونو کې د پام وړ مثبت خپل اغیز شیندلی دی.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۵:۴۱
Background image

د بدخشان ولایت د واخان سړک خامه چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د بدخشان ولایت د واخان ولسوالۍ د بروغیل له سرحد څخه تر چین هېواد پولې پورې د (۳۶۵) میلیونه افغانیو په ټولیز لګښت د (۱۲۱) کیلومتره خامه سړک د جوړولو چارې، چې په دوو فازونو کې د کلیو د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۴:۳۲
Background image

په زابل ولایت کې د یوه پُل د جوړولو چارې پیل شوې

د زابل ولایت د شاجوی ولسوالۍ اړوند د جعفر علي‌خېلو په کلي کې د (۴۰) مترو په اوږدوالي د یوه پُل د جوړولو چارې د (۱۷.۵) میلیونه افغانیو په لګښت، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مالي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۹:۴۷
Background image

د لغمان ولایت علیشنګ ولسوالۍ کې د (۲،۰۸۹) کیلومتره جغل‌ فرش سړک د جوړولو چارې پیل شوې

د لغمان ولایت د علیشنګ ولسوالۍ اړوند له واینګل سیمې څخه تر اولیا بالا پورې د (۲،۰۸۹) کیلومتره جغل ‌فرش سړک د جوړولو چارې، د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال. . .

BACK TO NEWS