د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزير صاحب له لوري په کندهار ولايت کې څه د پاسه(۹۰) کيلومترو په اوږدوالي د يو جغلي سړک د رغولو چارې پيل شوې

noor_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۵ - ۱۹:۴
1

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت د محترم وزير الحاج ملا محمد يونس اخندزاده صاحب له لوري د کندهار ولايت په ښورابک ولسوالۍ کې  څه د پاسه (۹۰) کيلومترو په اوږدوالي د يو جغلي سړک د رغولو چارې د څه باندې (۳۰۵) ميليونه افغانيو په لګښت د يوې غونډې په ترڅ کې پيل شوې.

په ياده غونډه کې د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت محترم وزير الحاج ملا محمد يونس اخندزاده صاحب،مل پلاوي ،د کندهار ولايت د کليو د بيارغونې او پراختيا رياست رئيس ملا دوست محمد اخند، د ښورابک ولسوالۍ ولسوال او یو شمېر نورو مسئولینو، علماء کرامو، سپین ‌ږیرو او ځوانانو ګډون کړی وو.

په ياده غونډه کې محترم وزير صاحب وينا وکړه او وویل: موږ به خپل هيواد په خپله بوديجه جوړه وو خپل هيواد به د بل چا د احسان نه پوره وړی کوو او زياته يې کړه چې دا مهال په ټول هيواد کې د بيا رغونې کارونه روان دي .

د دغه سړک د کار په بهير کې به سلګونه تنه کاريګر ته د کار زمينه برابره او بشپړيدو سره به يې د نوموړي ولسوالۍ د اوسېدونکو ترانسپورتي ستونزې هوارې شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۵ - ۱۹:۴
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزير صاحب له لوري په کندهار ولايت کې څه د پاسه(۹۰) کيلومترو په اوږدوالي د يو جغلي سړک د رغولو چارې پيل شوې

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت د محترم وزير الحاج ملا محمد يونس اخندزاده صاحب له لوري د کندهار ولايت په ښورابک ولسوالۍ کې  څه د پاسه (۹۰) کيلومترو په اوږدوالي د يو جغلي سړک د رغولو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۴ - ۹:۲
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر صاحب له لوري په هلمند ولایت کې د یو لوی ګبيوني دیوال د جوړولو چارې پيل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب له خوا د هلمند ولایت د ګرشک ولسوالۍ په قلعه ګز سيمه  کې د لوی ګبيوني دیوال د (۷۲) ميليونه افغانيو په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۹:۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر صاحب له خوا په فراه ولایت کې د استنادي دیوالونو د جوړولو بنسټ ډبره کیښودل شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب له خوا د فراه ولایت د مرکز اړوند په باغ کافي ، چهارباغ ، زوریا، حاجي محمد اباد باغپل  او حیدرقولي کلیو. . .

BACK TO NEWS