د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر صاحب له خوا په فراه ولایت کې د استنادي دیوالونو د جوړولو بنسټ ډبره کیښودل شوه

noor_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۹:۷
1

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب له خوا د فراه ولایت د مرکز اړوند په باغ کافي ، چهارباغ ، زوریا، حاجي محمد اباد باغپل  او حیدرقولي کلیو کې د اسلامي امارت له بودیجې څخه د څه باندې (۶۰) میلیونه افغانیو په لګښت د (۲۳۹۰،۵) مترو په اوږدوالي د استنادي دیوالونو د جوړولو بنسټ ډبره نن د یوې غونډې په ترڅ کې کیښودل شوه.

په دې غونډه کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب، مل پلاوي، د فراه ولایت د والي مرستیال الحاج مولوي رحیم الله محمود، د یاد ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي عبدالحی سباوون، د اقوام او قبایل رئیس الحاج مولوي تاج الدین منصور، د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئيس الحاج مفتي محمد نسیم سرهنګ، یو شمېر نورو مسئولینو، علماء کرامو، سپین ‌ږیرو او ځوانانو ګډون کړی وو.

په یاده غونډه کې محترم وزیر صاحب ارزښتناکه وینا وکړه او وویل: د اسلامي نظام تقاضا دا ده چې په هېواد کې امنیت وي او کار اهل کار ته وسپارل شي او د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت تل هڅه کوي ترڅو د هېواد په ګوټ ګوټ کې په ځانګړي توګه هغو سیمو کې پراختیايي پروژې پلي کړي چیرته چې اړتیا ورته لیدل کیږي.

د یادو استنادو دیوالونو د کار په بهير کې به سلګونه تنه کاریګرو ته د کار زمینه برابره او په بشپړیدو سره به یې د نوموړیو کلیو سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه، باغونه،د استوګنې کورونه د سیلابونو او موسمي بارانونو له زیان څخه خوندي شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۸:۳۷
Background image

د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ سیمینار پای ته ورسېد

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ درې ورځنی سیمینار نن د انټرکانټیننټال هوټل په تالار کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۸:۴۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د فراه ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د فراه ولایت له الحاج ملا محمد حافظ مجاهد سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د فراه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۳:۳۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د پروان ولایت. . .

BACK TO NEWS