په کاپیسا کې د ۲۳،۹ ميلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو یوه شبکه ګټې ته وسپارل شوه

د کليو بیارغونې او پراختیا وزارت د سېمه ییزو پروګرامونو د همغږۍ دفتر له لوري د کاپيسا ولایت په البیروني پوهنتون کې د ۲۳،۹ ميليونه افغانیو په ارزښت د څښاک اوبو رسولو یوه شبکه ګټې اخېستنې ته وسپارل شوه.
په دې شبکه کې د ۲۰۰ مکعب مترو په حجم د اوبو ذخیره، د اوبو رسولو سیسټم، د دوو ژورو څاګانو کېندل، دوه جنراتورنه او دوو کوټو جوړول شامل وو.
د یادونې وړ ده، یاده شبکه به ۴۰۰۰ محصلانو ته چې د انجونو ليله هم په کې شامله ده، د څښاک اوبه برابروي.