په میدان وردګو ولایت کې د دوو پراختیایي پروژو چارې پيل شوې

noor_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۳ - ۷:۵۰
1

د میدان وردګو ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د دغه ولایت د سیدآباد ولسوالۍ په موسی خېلو او ښادي خېلو کلیو کې د (۱۶،۳) میلیونه افغانیو په لګښت د دوو پراختیایي پروژو چارې پيل شوې.

په دغو پروژو کې د اوبو رسولو یوې شبکې او د (۴۸) مترو په اوږدوالي او (۶) مترو لوړوالي سره د اوبو د یوه کوچني بند جوړول شامل دي.

د یادو پروژو د کار په بهیر کې به لسګونه تنه کاریګرو ته د کار زمینه برابره او په بشپړېدو سره به يې د نوموړیو کلیو (۵۴۰) کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی او د باران اوبه مهار او د ځمکې لاندې اوبو سطح لوړه وساتل شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۳ - ۱۰:۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د مؤسساتو له استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب په مشرۍ نن له غرمې مخکې د مؤسساتو له استازو سره د اوبو او روغتیا ساتنې په تړاو د همغږۍ غونډه ترسره شوه.

پ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۳ - ۷:۵۰
Background image

په میدان وردګو ولایت کې د دوو پراختیایي پروژو چارې پيل شوې

د میدان وردګو ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د دغه ولایت د سیدآباد ولسوالۍ په موسی خېلو او ښادي خېلو کلیو کې د (۱۶،۳) میلیونه افغانیو په لګښت د دوو پراختیایي پروژو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۳ - ۷:۴۵
Background image

په غزني ولایت کې د اوبو یو کوچنی بند (چکډیم) ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د غزني ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د دغه ولایت د مرکز اړوند روضه کلي کې د څه باندې (۳۴) زره امریکايي ډالرو په لګښت د اوبو د یوه کوچني بند (چکډیم) د جوړولو چارې. . .

BACK TO NEWS