د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د مؤسساتو له استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب په مشرۍ نن له غرمې مخکې د مؤسساتو له استازو سره د اوبو او روغتیا ساتنې په تړاو د همغږۍ غونډه ترسره شوه.
په یاده غونډه کې چې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت په مقر کې جوړه شوې وه، د یاد وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب، د کلیو ودانیزو چارو مرستیال الحاج محمد ارسلاح خروټي، د یونیسف دفتر او نورو مؤسساتو استازو ګډون کړی وو.
همداراز محترم وزیر صاحب د مؤسساتو د استازو خبرې په غور واوریدې او غونډه د دعائیې په ویلو سره پای ته ورسیده.
