په غزني ولایت کې د اوبو یو کوچنی بند (چکډیم) ګټې اخیستنې ته وسپارل شو
د غزني ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د دغه ولایت د مرکز اړوند روضه کلي کې د څه باندې (۳۴) زره امریکايي ډالرو په لګښت د اوبو د یوه کوچني بند (چکډیم) د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
دغه کوچنی بند (٣٣) متره اوږدوالی او (٢،٥) متره لوړوالی لري چې کار په بهیر کې يې لسګونه تنه کاریګرو ته د کار زمینه برابره شوې وه.
د یاد بند په بشپړېدو سره د باران اوبه مهار او د ځمکې لاندې اوبو سطح لوړه وساتل شي.
