د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا ولایت له قومي مشرانو او مخورو سره وکتل

noor_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۵:۴۰
1

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز له قومي مشرانو او مخورو سره لیدنه وکړه.

په یاده لیدنه کې چې د وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال الحاج محمد ارسلاح خروټي هم ګډون درلود، د ګردیز قومي مشرانو او مخورو د یاد ولایت په کچه د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د پراختیايي پروژو له پلي کیدو څخه خوښي څرګنده کړه او د خپلې شته ستونزې محترم وزیر صاحب سره شریکې کړې.

ورپسې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب قومي مشرانو او مخورو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل: موږ تل هڅه کوو چې د پکتیا ولایت په څېر لرو پرتو ولایتونو کې پراختیايي پروژې پلې کړو، د خلکو ستونزو ته رسېدنه وکړو او اسانتیاوې ورته برابرې کړو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۴ - ۱۴:۵۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا ولایت د ډنډ پټان ولسوالۍ له قومي مشرانو او مخورو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا ولایت د ډنډ پټان ولسوالۍ له قومي مشرانو او مخورو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۴ - ۸:۴۰
Background image

په پکتیا ولایت کې د دوو پراختیايي پروژو چارې پیل شوې

دکليو د بيا رغونې او پر اختیا وزارت له لوري د پکتیا ولایت د سیدکرم او احمد ابا ولسوالیو په اړوندو سیمو کې د څه باندې ۱۵ میلیونه افغانیو په لګښت د دوو پراختیايي پروژو د جوړولو چارې نن د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲ - ۱۵:۳۵
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا محترم وزیر د هلمند ولایت له مرستیال والي او ورسره مل پلاوي سره لیدنه وکړه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د هلمند ولایت له مرستیال والي محترم مولوي رحیم‌ الله محمود، د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس. . .

BACK TO NEWS