په پکتیا ولایت کې د دوو پراختیايي پروژو چارې پیل شوې

noor_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۴ - ۸:۴۰
1

دکليو د بيا رغونې او پر اختیا وزارت له لوري د پکتیا ولایت د سیدکرم او احمد ابا ولسوالیو په اړوندو سیمو کې د څه باندې ۱۵ میلیونه افغانیو په لګښت د دوو پراختیايي پروژو د جوړولو چارې نن د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور لخواه د یوې غونډې په ترڅ کې پیل شوې.

په همدې مناسبت جوړه شوې غونډه کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور، د پکتیا ولایت د والي مرستیال مولوي محمد نور دین پرور، د پکتیا ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس مولوي عنایت الرحمن جلالي، علماي کرامو، قومي متنفذینو او مشرانو ګډون کړی و.

په دغو پروژو کې د احمدابا ولسوالۍ د وچ غړک په سیمه کې د اوبو د ذخیرې د یوه بند جوړول او د سیدکرم ولسوالۍ د خانان‌خېلو په کلي کې د یوه کانکریټي پل جوړول شامل دي.

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب د دغو پروژو د پرانیستې په مراسمو کې د وینا پر مهال وویل، چې په تېرو پنځو کلونو کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د بندونو، سړکونو، برېښنا او نورو برخو ګڼې لویې او مهمې پروژې تطبیق او عملي شوې دي.

د دغو پروژو د تطبیق پر مهال به لسګونو کارګرانو ته د کار زمینه برابره شي او د پروژو له بشپړېدو سره به د یادو کلیو د اوسېدونکو اړوندې سیمه‌ییزې ستونزې هوارې شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۴ - ۱۴:۵۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا ولایت د ډنډ پټان ولسوالۍ له قومي مشرانو او مخورو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا ولایت د ډنډ پټان ولسوالۍ له قومي مشرانو او مخورو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۴ - ۸:۴۰
Background image

په پکتیا ولایت کې د دوو پراختیايي پروژو چارې پیل شوې

دکليو د بيا رغونې او پر اختیا وزارت له لوري د پکتیا ولایت د سیدکرم او احمد ابا ولسوالیو په اړوندو سیمو کې د څه باندې ۱۵ میلیونه افغانیو په لګښت د دوو پراختیايي پروژو د جوړولو چارې نن د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲ - ۱۵:۳۵
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا محترم وزیر د هلمند ولایت له مرستیال والي او ورسره مل پلاوي سره لیدنه وکړه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د هلمند ولایت له مرستیال والي محترم مولوي رحیم‌ الله محمود، د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس. . .

BACK TO NEWS