د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د لوګر ولایت له علماوو او قومي مشرانو سره وکتل
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د لوګر ولایت د ستر جهادي شخصیت مرحوم مولوي محمد نبي محمدي زوی مولوي محمد نقیب محمدي او د یاد ولایت له علماوو او قومي مشرانو سره لیدنه وکړه.
د لیدنې په پيل کې مولوي محمد نقیب محمدي او قومي مشرانو په دغه ولایت کې د بېلابېلو پراختیايي پروژو له پلي کېدو څخه خوښي څرګنده کړه او د خپلو سیمو شته ستونزې يې وزیر صاحب سره شریکې کړې.
ورپسې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب میلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل: د لوګر ولایت د خلکو تیر شل کلن تکلیفونه او ستړیاوې د افغانستان له اسلامي امارت سره د قدردانۍ وړ دي، د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت په پام کې لري چې هغو سیمو ته د بيارغونې په برخه کې لومړيتوب ورکړي کوم چې په تیرو شلو کلونو کې ورته هیڅ کار ندی شوی.
همداراز محترم وزير صاحب وویل چې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت به د خپل امکاناتو سره سم د دغه ولایت د ولسونو ستونزو ته رسېدنه وکړي.
