د لوګر ولایت په برکی برک ولسوالۍ کې د ( ۹،۷۹ ) کیلومتره سړک د کار له بهیر څخه لیدنه ترسره شوه
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال الحاج محمد ارسلاح خروټي په داسي حال چې د کلیوالي سړک جوړولو رئیس الحاج مولوی محمد قاسم اميني او د لوگر د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس مولوي نورالله حکمت ملتیا يې کوله د لوګر ولایت د برکی برک ولسوالۍ په شیخ خیل کلي کې د ( ۹،۷۹ ) کیلو متره سړک د جوړولو د کار له بهیر څخه چې د څه باندې ( ۱۰۶ ) میلیونه افغانیو په لګښت پلي کیږي، لیدنه ترسره کړه.
د کلیو ودانیزو چارو مرستیال الحاج محمد ارسلاح خروټي د لیدنې پر مهال اړوندو انجنیرانو او کارکوونکو ته لازمې سپارښتنې وکړې او ټینګار يې وکړ چې د یاد سړک چارې په ټاکلي وخت کې بشپړې شي.
د یاد سړک د کار په بهیر کې لسګونه تنه کاریګرو ته د کار زمینه برابره شوې او په بشپړیدو سره به يې د نوموړي کلي د اوسیدونکو ترانسپورتي ستونزې هوارې شي.
