د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزير صاحب له لوري په کندهار ولايت کې څه د پاسه(۹۰) کيلومترو په اوږدوالي د يو جغلي سړک د رغولو چارې پيل شوې

noor_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۵ - ۱۴:۳۴
1

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت د محترم وزير الحاج ملا محمد يونس اخندزاده صاحب له لوري د کندهار ولايت په ښورابک ولسوالۍ کې  څه د پاسه (۹۰) کيلومترو په اوږدوالي د يو جغلي سړک د رغولو چارې د څه باندې (۳۰۵) ميليونه افغانيو په لګښت د يوې غونډې په ترڅ کې پيل شوې.

په ياده غونډه کې د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت محترم وزير الحاج ملا محمد يونس اخندزاده صاحب،مل پلاوي ،د کندهار ولايت د کليو د بيارغونې او پراختيا رياست رئيس ملا دوست محمد اخند، د ښورابک ولسوالۍ ولسوال او یو شمېر نورو مسئولینو، علماء کرامو، سپین ‌ږیرو او ځوانانو ګډون کړی وو.

په ياده غونډه کې محترم وزير صاحب وينا وکړه او وویل: موږ به خپل هيواد په خپله بوديجه جوړه وو خپل هيواد به د بل چا د احسان نه پوره وړی کوو او زياته يې کړه چې دا مهال په ټول هيواد کې د بيا رغونې کارونه روان دي .

د دغه سړک د کار په بهير کې به سلګونه تنه کاريګر ته د کار زمينه برابره او بشپړيدو سره به يې د نوموړي ولسوالۍ د اوسېدونکو ترانسپورتي ستونزې هوارې شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۶:۸
Background image

په بغلان ولایت کې د اوبو رسولو (۱۰) شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د بغلان ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د دغه ولایت په دهنه غوري، نهرین، برکه، دوشي، خنجان او بنو ولسواليو کې د څه باندې (۴۲.۶) میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو (۱۰. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۰:۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د بامیان ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د بامیان ولایت له والي الحاج قاري ګل حیدر شفق سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۴:۲۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا ولایت له قومي مشرانو او مخورو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز له قومي مشرانو او مخورو سره لیدنه وکړه.

په یاده لیدنه کې. . .

BACK TO NEWS