د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت سرپرست وزير ننګرهار ولایت ته سفر وکړ

noor_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۴ - ۵:۱
1

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده ننګرهار ولایت ته د خپل کاري سفر  په ترڅ کې د ياد ولايت د کليو د بيارغونې او پراختيا ریاست له رئیس مولوي قسمت الله مبارز او کارکوونکو سره وکتل او دوی ته يې لازم هدايات او سپارښتنې وکړې .

محترم وزیر صاحب په خپلو خبرو کې سپارښتنه وکړه چې د پراختیا او بیارغونې برخه کې دې د خپلو ولسونو اړوندو غوښتنو ته رسیدنه وکړي او د ریاست دروازې دې خلاصې وساتي .

همداراز محترم وزير صاحب زياته کړه  دا ولسونه د څلور لسیزو راپدیخوا کړیدلي او زوریدلي دي چې د کړاوونو څخه راوتل یې د الله ﷻ ستر نعمت وګڼئ او شکر یې ادا کړئ .

وزیر صاحب په خپلو خبرو کې وویل چې دا هیواد او ولسونه زیات کار او خدمت ته اړتیا لري نو باید تل خپلې وظیفې ته په خپل وخت راشئ او سپارل شوي کارونه په ایماندارۍ، اخلاص او اسلامي ارزښتونو په نظر کې نیولو سره ترسره کړئ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۶:۸
Background image

په بغلان ولایت کې د اوبو رسولو (۱۰) شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د بغلان ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د دغه ولایت په دهنه غوري، نهرین، برکه، دوشي، خنجان او بنو ولسواليو کې د څه باندې (۴۲.۶) میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو (۱۰. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۰:۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د بامیان ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د بامیان ولایت له والي الحاج قاري ګل حیدر شفق سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۴:۲۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا ولایت له قومي مشرانو او مخورو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز له قومي مشرانو او مخورو سره لیدنه وکړه.

په یاده لیدنه کې. . .

BACK TO NEWS