د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست د پکتیا ولایت له یو شمیر علماء کرامو، مخورو او سپین ږیرو سره وکتل

noor_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۴/۲۲ - ۲۰:۴۳
1

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا ولایت د ډنډ پټان ولسوالۍ له یو شمیر علماء کرامو، مخورو او سپین ږیرو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د ډنډ پټان ولسوالۍ مخورو د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت مشرتابه څخه مننه وکړه چې تل يې له دوی سره د بیارغونې په برخه کې مرسته کړي او ولسونو ته يې خپله دروازه پرانیستې ترڅو خپلې شته ستونزې ورسره شریکې  کړي.

 په دغه لیدنه کې د پکتیا ولایت د ډنډ پټان ولسوالۍ مخورو وزیر صاحب ته د بیارغونې د پروژو په اړه د خپلو سیمو ستونزې بیان کړې، دوی وویل چې د پکتیا ولایت د ډنډ پټان ولسوالۍ د پل رغنیز کارونه په ټپه ولاړ دي، او له وزیر صاحب څخه غوښتنه وکړه چې د یادې پروژې د ساختماني چارو د بیا پيلولو په اړه له دوی سره مرسته وکړي ترڅو دغه نیمګړې پروژه بشپړه شي.

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست  د پکتیا ولایت څخه راغلو میلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل چې زمونږ موخه خلکو ته خدمت کول دي او تل هڅه کوو د ولسونو د ستونزو د حل په برخه کې چټک اقدام وکړو. دغه راز وزیر صاحب د خپلو خبرو په ترڅ کې د ډنډ پټان ولسوالۍ مخورو او سپین ږیرو ته ډاډ ورکړ چې د یاد پل د پروژې کارونه به شته امکاناتو ته په کتو سره  ژر تر ژره پيل شي.

یاده لیدنه د خیر په دعائيې سره پای ته ورسید.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۴:۲۵
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د اهل تشیع مخور سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د اهل تشیع له مخور سید حسن فاضل زاده او استازو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پیل کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۲:۳۱
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر په افغانستان کې د چین هېواد له سفیر سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې په افغانستان کې د چین هېواد له سفیر ژاو شینګ او مل پلاوي سره لیدنه وکړه.

د دې لیدنې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۸:۳۶
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال ټکنالوژۍ پارک څخه لیدنه وکړه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو د آبادۍ چارو محترم معین الحاج محمد ارسلاح خروټي نن وروسته له غرمې په داسې حال کې چې د سرک جوړونې رئیس مولوي فضل الرحمن عاصم، د کلیوالي پراختیا. . .

BACK TO NEWS