د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر په افغانستان کې د چین هېواد له سفیر سره وکتل

noor_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۲:۳۱
1

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې په افغانستان کې د چین هېواد له سفیر ژاو شینګ او مل پلاوي سره لیدنه وکړه.

د دې لیدنې په پیل کې ښاغلي ژاو شینګ د واخان سړک د خامه چارو بشپړیدو څخه خوښي څرګنده کړه او په افغانستان کې د چین هېواد د روانو فعالیتونو او همکاریو په اړه د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر صاحب ته معلومات ورکړل او زیاته یې کړه: موږ په افغانستان کې لویې پراختیایي او بنسټيزې پروژې په ښه کیفیت سره پلي کړې دي او په راتلونکي کې به هم د ا.ا. ا سره په بشپړه همغږۍ بېلابېلې پروژې پلې کړو.

ورپسې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب د چین هېواد سفیر او مل پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ د دغه هېواد له مرستو څخه مننه وکړه او وویل: دا چې افغانستان له خپلو نورو ټولو ګاونډیو هېوادونو سره د ځمکې له لارې وصل او هر راز راکړه ورکړه لري، خو چین یوازینی هېواد دی چې تر دې دمه د ځمکې له لارې ورسره نه وو وصل شوي، له نیکه مرغه د واخان سړک خامه چارې بشپړې او چین هېواد سره وصل شوی او پاتې چارې يې په چټکۍ سره جریان لري.

همداراز محترم وزیر صاحب د خپلو خبرو په ترڅ کې زیاته کړه چې زموږ ولس واخان سړک ته ډیر خوشحاله دي، تاسې باید د پراختیایي او بنسټیزو پروژو په پلي کولو کې له موږ سره ډیره همکاري وکړئ ځکه چې زموږ د هیواد خلک په تیرو کلونو کې له ډیرو ستونزو سره مخ شوي دي، او تاسې باید د هېواد په هغو وروسته پاتې سیمو کې پروژې پلې کړئ چیرته چې اړتیا لیدل کیږي ترڅو د خلکو ستونزې هوارې شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۱ - ۱۵:۳۴
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د دایکندي ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د دایکندي ولایت له والي مولوي تورجان احمدي سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۱۵:۴۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز، وزي ځدراڼ او شواک ولسوالیو له قومي مشرانو او مخورو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز، وزي ځدراڼ او شواک ولسوالیو له قومي مشرانو او مخورو سره. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۱۱:۱۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د مؤسساتو له استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب په مشرۍ نن له غرمې مخکې د مؤسساتو له استازو سره د اوبو او روغتیا ساتنې په تړاو د همغږۍ غونډه ترسره شوه.

 . . .

BACK TO NEWS