په زابل ولایت کې (12) استنادي دیوالونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

noor_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۳/۲ - ۱۲:۲۳
2

د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست تر چتر او نظارت لاندې، د نړیوال خوراکي پروګرام (WFP) په مالي مرسته او د ( ADA) مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د زابل ولایت په مرکز قلات او شاجوی ولسوالۍ کې د (235000) ډالرو په لګښت د (12) استنادي دیوالونو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.

د یادو استنادي دیوالونو له جملې څخه د شپږو دیوالونو چارې د دغه ولایت د مرکز اړوند په سپینه غبرګه اونورک سیمو کې بشپړې شوې چې هر دیوال (48) متره اوږدوالی او (۴) متره جګوالی لري. همدارنګه د شپږو نورو استنادي دیوالونو چارې د شاجوی ولسوالۍ په جمال خیلو او جعفرو کلیو کې بشپړې شوې چې په جمال خیلو کې څلور استنادي دیوالونه چې هر دیوال (48) متره اوږدوالی او (۴)متره  جګوالی لري، ترڅنګ يې په جعفرو کلي کې دوه استنادي دیوالونه چې هر دیوال (80( متره اوږدوالی او (۳) متره  جګوالی لري. په یادو پروژو کې (250) کاریګرو ته د کار زمینه برابره شوې وه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۱۱:۲۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د مؤسساتو له استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب په مشرۍ د مؤسساتو له استازو سره د اوبو او روغتیا ساتنې په تړاو د همغږۍ غونډه ترسره شوه.

په یاده غونډه کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۱۲:۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا ولایت له والي مولوی مهرالله حماد سره لیدنه وکړه.

 

د لیدنې په پيل کې د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۶ - ۱۲:۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د لغمان ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې په داسې حال کې چې د دغه وزارت د پلان او پالیسي مرستیال مولوي شرف الدین مسلم هم شتون. . .

BACK TO NEWS