په غور کې د څه کم ۱۵ ميليونه افغانیو په ارزښت ۱۷ پروژې ګټې اخېستنې ته وسپارل شوې

د کليو بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د غور ولایت په لعل او سرجنګل ولسوالۍ کې د ۱۴،۹ ميليونه افغانیو په ارزښت د ۱۷ پروژې چارې بشپړې شوې.
په دې پروژو کې د اوبو ذخیرې، محافظوي دیوالونه او د اوبو نلکیو جوړول شامل دي، چې د سیمې ۸۵۷ کورنۍ به ترې ګټه اخلي.
د یادونې وړ ده، چې دا په لعل او سرجنګل ولسوالۍ د ولسي تړون لومړنۍ پروژې دي، چې ګټې اخېستنې ته وسپارل شوې.