د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست تر چتر لاندې په ارزګان ولایت کې د خوراکي توکو د ویش لپاره سروې

noor_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۶/۳۱ - ۱۲:۴۷
خپلو

د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست تر چتر لاندې، د نړیوال خوراکي پروګرام (WFP) په مالي مرسته او د (KRO) مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د ارزگان ولايت د خاص ارزګان ولسوالۍ په (سیرو، باغ چار، فیروز، کوندلان، حسیني) کلیو كې د (۵۸۶) اړمنو او بیوزلو کورنیو سروې ترسره شوه او په لنډ وخت کې به خوراکي توکي ورته وویشل شي . د ارزګان ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست د وزارت د اړونده پالیسۍ له مخې تل هڅه او کوښښ کوي چې په لرې پرتو کلیوالي سیمو کې د خپلو اړمنو او بیوزلو خلکو لاس نیوی وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۱۱:۲۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د مؤسساتو له استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب په مشرۍ د مؤسساتو له استازو سره د اوبو او روغتیا ساتنې په تړاو د همغږۍ غونډه ترسره شوه.

په یاده غونډه کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۱۲:۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا ولایت له والي مولوی مهرالله حماد سره لیدنه وکړه.

 

د لیدنې په پيل کې د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۶ - ۱۲:۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د لغمان ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې په داسې حال کې چې د دغه وزارت د پلان او پالیسي مرستیال مولوي شرف الدین مسلم هم شتون. . .

BACK TO NEWS