په کندهارکې د ۱.۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو لګولو د کانال د جوړولو کار روان دی

mrrd-admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۴/۷ - ۱۴:۵۵
په کندهارکې د ۱.۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو لګولو د کانال د جوړولو کار روان دی

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د کندهار ولایت د پنجوایي ولسوالۍ اړوند په عبدالغفور کلي کې د ۱.۳ ميليونه افغانیو په لګښت د اوبو لګولو د یو کانال د جوړولو کار روان دی.

ددې کانال اوږدوالی ۱۲۰۰ متره دی چې پر دې کانال ۱۶ بندونه او ۸ ورخونه جوړ شویدي. ددې کانال تر بشپړتیا وروسته به ۴۲ کورنۍ ترینه ګټه اخلي. د پروژې د جوړولو په بهیر کې تخنیکي او نا تخنیکي کاریګرو ته ۱۰۱۸ کاري ورځې رامنځته شوي چې د کلیوالو ۱۴۵ جریبه ځمکه به داوبه خور تر منظم پوښښ لاندې راولي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۵ - ۸:۱۹
Background image

په پروان ولایت کې د (۱۷۵) بیلابیلو پراختیايي پروژو چارې پیل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د پروان ولایت په شینواري او سالنګ ولسوالیو کې د څه باندې (۲۴۵) میلیونه افغانیو په لګښت د (۱۷۵) پراختیايي پروژو چارې نن د یوې غونډې په ترڅ کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۰ - ۱۵:۲۲
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت کې د مؤسساتو له استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب په مشري نن له غرمې مخکې د مؤسساتو له استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه.

په یاده غونډه کې چې د کلیو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۰ - ۸:۱۲
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د (۱۱۶) بیلابیلو پراختیايې پروژو چارې پیل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د میدان وردګ ولایت په جغتو ولسوالۍ کې د شاوخوا (۲۰۳) میلیونه افغانیو په لګښت د (۱۱۶) بیلابیلو پراختیايې پروژو چارې نن د یو لړ مراسیمو په ترڅ. . .

BACK TO NEWS