د ۴۵ پرمختيايي پروژو هوکړه لیکونه د بدخشان، تخار، کندوز او بلخ ولایتونو له پرمختيايي شورا ګانو سره لاسلیک شول

mrrd_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۷/۱۱/۳۰ - ۱۳:۹
litaca45con

د کليو بیارغونې او پراختیا وزارت د ليټاکا پروګرام  له لارې د بدخشان شهر بزرګ ولسوالۍ، د تخار په چاه اب، دشت قلعه، ینګي قلعه ولسوالیو کې ،  د کندوز په امام صیب ولسوالۍ  او د بلخ ولایت د خلم ولسوالۍ  له پرمختیایي شوراګانو سره د ۱۲۱ ميليونه افغانیو په ارزښت(۱،۶۲۹،۰۰۰.۰۰ډالره) د ۴۵ پرمختيايي پروژو هوکړه لیکونه لاسلیک کړل.

د کليو بیارغونې او پراختیا وزیر پوهنمل مجیب الرحمن کریمي د دې هوکړه لیکونو د لاسلیکولو پر مهال وویل، چې د ليټاکا پروګرام د جاپان هېواد د نړیوالې همکارې ادارې( جایکا) په مالي مرسته  د افغان ـــــ تاجک په سرحدي  سېمې کې پلي کېږي، چې د کورني اقتصاد په پیاوړتیا کې ماموریت ګټور دی.
د کليو بیارغونې او پراختیا وزیر زیاته کړه، چې د دې ۴۵ پروژو ورهاخوا چې ارزښت یې څه باندې ۱۲۱ ميليونه افغانیو ته رسیږي، د لیټاکا پروګرام په دوهم پړاو کې د ۲۰ نورو پروژو هوکړه لیکونه هم تیار دي، چې ژر به لاسلیک شي.

د کليو بیارغونې او پراختیا وزیر پوهنمل مجیب الرحمن کریمي  همدرنګه وویل، چې د دې پروژو له لارې به ۴۵۵ کسانو ته تلپاتې دندې ایجاد شي او په مستقیم ډول به له دې پروژو څخه ۸۵۰۰۰ کسان  د بدخشان،  تخار، کندوز او بلخ ولایتونو په شپږ ولسوالیو کې ګټه اخلي.  د دې پروګرام له لارې به د کلیوالو لومړنیو خدمتونو ته لاسرسی اسان شي او په کليو کې به شته زیربناوې که د صنعت، زراغت او تولید په برخه کې دې وده وکړي.

د ليټاکا پروګرام د خپل ډول لومړنۍ برنامه ده، چې له ۲۰۱۴ کال راهیسې  خپل فعالیتونو  د  افغانستان او تاجکستان په  سرحدي سېمو کې  د اقتصادي او ټولنیز وضعیت د ښه کېدو په موخه کوي او مالي ملاتړ یې د جاپان هېواد د جايکا نړیوالې همکارۍ ادارې لخوا کېږي، چې اوس یې دوهم پړاو پیل شوی.

ياد پروګرام  په افغانستان کې یې د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت او په  تاجکستان کې یې  د ملګري ملتونو د پرمختیايي پروګرام لخوا  پلي کېږي.

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۴:۲۵
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د اهل تشیع مخور سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د اهل تشیع له مخور سید حسن فاضل زاده او استازو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پیل کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۲:۳۱
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر په افغانستان کې د چین هېواد له سفیر سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې په افغانستان کې د چین هېواد له سفیر ژاو شینګ او مل پلاوي سره لیدنه وکړه.

د دې لیدنې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۸:۳۶
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال ټکنالوژۍ پارک څخه لیدنه وکړه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو د آبادۍ چارو محترم معین الحاج محمد ارسلاح خروټي نن وروسته له غرمې په داسې حال کې چې د سرک جوړونې رئیس مولوي فضل الرحمن عاصم، د کلیوالي پراختیا. . .

BACK TO NEWS