د کونړ ولایت په کندي کلینیک کې د څښاک پاکې اوبه چمتو شوې

mrrd-admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۲/۲۰ - ۸:۴۴
د کونړ ولایت په کندي کلینیک کې د څښاک پاکې اوبه چمتو شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت په کلیوالي سیمو کې د اوبو رسولو او حفظ‌الصحې د پروګرام له لوري د کونړ ولایت د چپې درې ولسوالۍ اړوند په کندي کلینیک کې د اوبو رسولو یوه لمریزه شبکه جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د اوبو رسولو ددغې شبکې په جوړېدو سره د یاد شوي کلینیک د ۵۰ کارکوونکیو او ګڼ شمېر ناروغانو، د کندي لېسې د شاوخوا ۹۰۰ زده‌کوونکیو او کارکوونکیو لپاره د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې.

د اوبو رسولو په دغه شبکه باندې ۲.۳ میلیونه افغانۍ ولګېدې چې د یونیسف ادارې لخوا ورکړل شوې.

په دغه پروژه کې د یوې ۱۰۰ متره ژورې څاه کیندل، د یوې ذخیرې جوړول، د لسو سولرونو او نورو اړینو سامان آلاتو نصبول شامل وو.

د یادونې وړه ده چې ددغې پروژې د جوړولو چارو دغه راز د ځايي خلکو لپاره ۱۲۰ کاري ورځې هم رامنځته کړې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۱۱:۲۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د مؤسساتو له استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب په مشرۍ د مؤسساتو له استازو سره د اوبو او روغتیا ساتنې په تړاو د همغږۍ غونډه ترسره شوه.

په یاده غونډه کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۱۲:۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا ولایت له والي مولوی مهرالله حماد سره لیدنه وکړه.

 

د لیدنې په پيل کې د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۶ - ۱۲:۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د لغمان ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې په داسې حال کې چې د دغه وزارت د پلان او پالیسي مرستیال مولوي شرف الدین مسلم هم شتون. . .

BACK TO NEWS