د کونړ ولایت په کندي کلینیک کې د څښاک پاکې اوبه چمتو شوې
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت په کلیوالي سیمو کې د اوبو رسولو او حفظالصحې د پروګرام له لوري د کونړ ولایت د چپې درې ولسوالۍ اړوند په کندي کلینیک کې د اوبو رسولو یوه لمریزه شبکه جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د اوبو رسولو ددغې شبکې په جوړېدو سره د یاد شوي کلینیک د ۵۰ کارکوونکیو او ګڼ شمېر ناروغانو، د کندي لېسې د شاوخوا ۹۰۰ زدهکوونکیو او کارکوونکیو لپاره د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې.
د اوبو رسولو په دغه شبکه باندې ۲.۳ میلیونه افغانۍ ولګېدې چې د یونیسف ادارې لخوا ورکړل شوې.
په دغه پروژه کې د یوې ۱۰۰ متره ژورې څاه کیندل، د یوې ذخیرې جوړول، د لسو سولرونو او نورو اړینو سامان آلاتو نصبول شامل وو.
د یادونې وړه ده چې ددغې پروژې د جوړولو چارو دغه راز د ځايي خلکو لپاره ۱۲۰ کاري ورځې هم رامنځته کړې.
