په بلخ ولایت کې ۱۰۶ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابریږي.

mrrd-admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۱/۱۸ - ۳:۵۸
تهیه‌ی آب آشامیدنی صحی برای ۱۰۶ خانواده در ولایت بلخ

د بلخ ولایت د مارمل ولسوالۍ اړوند په پشت ‌باغچه کلي کې د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام لخوا د څه باندې ۱.۵ میلیونه افغانیو په لګښت ۱۰۶ کورنیو ته د څښاک پاکو اوبو ته د لاسرسي زمینه برابریږي.

نوموړې شبکه ۱۶۷۲ متره اوږدوالی، د ۲۳ متره مکعبه اوبو د ظرفیت په لرلو سره یوه هسکه زیرمه او د اوبو یوه څاه لري. دغه شبکې ته ۶ نلکې هم جوړې شوېدي.

د دې پروژې د کار په بهیر کې تخنیکي او نا تخنیکي کاریګرو ته ۱۳۸۱ کاري ورځې را منځته شوېدي. د یادونې وړ ده چې په بلخ ولایت کې تراوسه د څښاک د پاکو اوبو ۱۷۲ پروژې بشپړې شوېدي او پر ۳۵ نورو پروژو باندې کار روان دې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۴:۴۲
Background image

د لوګر ولایت په اړوندو سیمو کې د یوې پايې کانکریټي پل د جوړولو چاري پیل شو

د لوګر ولایت د مرکز اړوند د بیدک په کلي کې د (۲۰ ) مترو په اوږدوالي د یوه کانکریټي موټررو پل د جوړولو چارې، دڅه باندې (۱۳) میلیون افغانیو په لګښت، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۶:۸
Background image

په بغلان ولایت کې د اوبو رسولو (۱۰) شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د بغلان ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د دغه ولایت په دهنه غوري، نهرین، برکه، دوشي، خنجان او بنو ولسواليو کې د څه باندې (۴۲.۶) میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو (۱۰. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۰:۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د بامیان ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د بامیان ولایت له والي الحاج قاري ګل حیدر شفق سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د. . .

BACK TO NEWS