په ننګرهار کې ٣٢١ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابریږي
د ننګرهار کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست او د خوږیاڼو ولسوالۍ د خیرمينې شورا ترمنځ د ۳.۶ میلونه افغاینو په ارزښت د څښاک اوبو رسولو د یوې پروژې هوکړه لیک لاسلیک شو چې د پروژې په بشپړیدو سره به ٣٢١ کورنۍ له پاکو او صحي اوبو برخمنې شي.
د څښاک اوبو رسولو د غه شبکه د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د اوبو رسولو او روغتیاساتنې ملي پروګرام RU-WATSIP له لوري د یونیسیف په مالي مرسته جوړیږي چې د جوړیدو چارې به یی په شپږو میاشتو کې بشپړې شي.
ددې شبکې په جوړیدو سره به د سیمې اوسیدونکو ته د څښاک پاکو او بو برابریدو سربیره خلکو ته د کار کولو زمینه هم برابره شي.
