په کندهار کې د شهید جنرال عبدالرازق اکاډمۍ لپاره د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې

mrrd-admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۱/۷ - ۱۴:۵۲
Clean drinking water provided for Shaheed General Abdul Raziq Academy in Kandahar

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت په کلیوالي سیمو کې د اوبو رسولو او حفظ‌الصحې د پروګرام له لوري د کندهار ولایت د دامان ولسوالۍ د «شهید جنرال عبدالرازق اکاډمۍ» لپاره د ۱.۹ میلیونه افغانیو په لګښت د څښلو د پاکو اوبو د برابرولو لپاره یوه لمریزه شبکه جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

ددې پروژې په تکمیلېدو سره په شهید جنرال عبدالرازق اکاډمۍ کې د (۱۲۰۰) کسانو لپاره د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې.

د اوبو رسولو په دغه پروژه کې د یوې ژورې څاه کیندل، د یوې ارتفاعي ذخیرې جوړول، د ۲۰ تختې سولرو او نورو اړینو وسایلو نصبول شامل وو.

دغه راز د پروژې د جوړولو چارو د ځايي خلکو لپاره کابو (۵۰۰) کاري ورځې هم رامنځته کړې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۳:۱۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د هلمند ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د هلمند ولایت له والي مولوي امان الدین منصور او د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۰:۱۲
Background image

خبرتیا

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت په پام کې لري چې خپل (۱۲۱) عرادې وسایط په ۱۴۰۵/۱/۱۸ نېټه د سې شنبې په ورځ د لیلام پروسې له لاري خرڅ کړي.

شرکتونه او اشخاص که د رانیولو لپاره علاقمندي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۹:۱۹
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پروان ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پروان ولایت له والي شیخ عزیزالرحمن منصور سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د پروان. . .

BACK TO NEWS