په خوست کې د ۶.۳ کیلو متره پاخه سړک د جوړولو کار روان دی

mrrd-admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۱ - ۹:۳۲
په خوست کې د ۶.۳ کیلو متره پاخه سړک د جوړولو کار روان دی

په خوست ولایت کې د کلیو د بیا رغونې او پرمختیا وزارت د سیمه ییز پروګرام له لوري د پاخه سړک د پروژې کار شا او خوا ۹۰ سلنه مخ ته تللی دی. د دغې پروژې په ترڅ کې د یاد ولایت په مندوزیو ولسوالۍ کې د ۶.۳ کیلو مترو په اوږدوالي پوخ سړک جوړیږي.

د یادې پروژې د تطبیق پر مهال چې له ملي بودیجې تمویل شوې۹۴۸۷ کاري ورځې رامنځته کیږي او په بشپړیدو به یې د سیمې ۱۳۲۴۳ اوسیدونکي ترې ګټه پورته کړي. د یادونې وړ ده چې د دغې پروژې په بشپړیدو به نه یواځې د سیمې د اوسیدونکو د تګ او راتګ ستونزه حل شي بلکې مارکیټونو ته د ځايي بزګرانو د کرنیزو توکیو په لیږد کې به هم مثبت اغیز وشیندي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۱:۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز له قومي مشرانو او مخورو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز له قومي مشرانو او مخورو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۴:۴۲
Background image

د لوګر ولایت په اړوندو سیمو کې د یوې پايې کانکریټي پل د جوړولو چاري پیل شو

د لوګر ولایت د مرکز اړوند د بیدک په کلي کې د (۲۰ ) مترو په اوږدوالي د یوه کانکریټي موټررو پل د جوړولو چارې، دڅه باندې (۱۳) میلیون افغانیو په لګښت، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۶:۸
Background image

په بغلان ولایت کې د اوبو رسولو (۱۰) شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د بغلان ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د دغه ولایت په دهنه غوري، نهرین، برکه، دوشي، خنجان او بنو ولسواليو کې د څه باندې (۴۲.۶) میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو (۱۰. . .

BACK TO NEWS