په ننګرهار کې د ۳۷ میلیونو افغانیو په ارزښت د ۳.۶ کیلو متره پوخ سړک د جوړولو کار روان دی
د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي لار جوړونې ملي پروگرام له لوري د ننګرهار ولایت د بهسودو ولسوالۍ په کاریز کبیر سیمه کې د ۳۷ میلیونو افغانیو په ارزښت د ۳.۶ کیلو متره پوخ سړک د جوړولو کار روان دی.
ددغه سړک په جوړولو سره د یادې ولسوالۍ ۶ کلي د لومړنيو خدمتونو او د ولسوالۍ له مرکز سره به ونښلول شي. ددغې پروژې د تطبیق پرمهال کاریګرو ته ۲۶۷۵۰کاري ورځې رامنځته شوې دي.
