په لغمان کې د ۲۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو د ۸ شبکو هوکړه لیکونه لاسلیک شول
د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د اوبو رسولو او کلیوالي حفظ الصحې ملي پروګرام له لوري د لغمان په مرکز مهتر لام او علیشنګ او علینګار ولسوالیو کې د ۲۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو د ۸ شبکو د جوړیدو هوکړه لیکونه د یاد ولایت د کلیو بیا رغونې او پراختیا د رییس او اړوندو پرمختیايي شوراګانو تر منځ لاسلیک شول.
دا شبکې په دامان قرارګاه، قرارګاه، نو اباد بالا، نو اباد پایین، مسکوره بالا، مسکوره پایین، حاجي اباد او وکیل اباد کلیو کې جوړیږي چې په بشپړتیا سره به یې ۱۶۰۰ کورنۍ د څښاک پاکو او صحي اوبو ته لاسرسی پیدا کړي.
