په سرپل کې د ۱۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو د ۴ پروژو هوکړه لیکونه لاسلیک شول

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د اوبو رسولو او کلیوالي حفظ الصحې ملي پروګرام له لوري د سرپل ولایت په مرکز او سانچارک ولسوالۍ کې د یاد ولایت دکلیو بیا رغونې او پراختیا د رییس او اړوندې پرمختیايي شورا تر منځ د د څه باندې ۱۰ میلیونه افغانیو په ارزښت اوبو رسولو د ۴ پروژو هوکړه لیکونه لاسلیک شول.
دا شبکې د سانچارک ولسوالۍ په زنجان، چنار فرشقان او بهارک علیا کلیو او د سرپل ولایت د مرکز په مهاجرین سنګ توده شیرم های کلي کې جوړیږي، چې په جوړیدو سره به یې لسګونه کورنۍ د څښاک پاکو او صحي اوبو ته لاسرسی پیدا کړي.