په لغمان کې د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا ملي پروګرام د فعالیتونو بهیر

mrrd-admin
شنبه ۱۳۹۹/۹/۱۵ - ۶:۲۳
په لغمان کې د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا ملي پروګرام د فعالیتونو بهیر

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا ملي پروګرام له لوري د لغمان ولایت په مرکز او قرغیو ولسوالۍ کې په ۱۰۸ پرمختیایې شوراګانو کې ۸۳۱ سپما ګروپونه جوړ کړي دي .

د دې ګروپونو څخه تر اوسه د پور او سپما ۳۸ کلیوالي اتحادیې جوړې شوې او ټاکل شوې ده، چې یادو اتحادیو ته به د پروګرام له ‌خوا ځانګړې بلاعوضه مرستې د لیږد په موخه به ډېر ژر بانکي حسابونه پرانستل شي.

د یادونې وړ ده، چې د پروګرام ګټه اخیستونکو ته په لغمان ولایت کې د پروګرام له‌ خوا په مختلفو برخو، لکه: د سپما ارزښت، کتابدارۍ او په ګروپ کې د غړیتوب د ترلاسه کولو په اړه روزنې تر لاسه کړې. همدا راز یادو سپما ګروپونو تر اوسه څه باندې ۲ میلیونه افغانۍ هم سپمولې، چې له ګروپونو څخه یې د پورونو په تر لاسه کولو سره کوچني او منځني کاروبارونه د کلي په کچه پيل کړي دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۱:۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز له قومي مشرانو او مخورو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز له قومي مشرانو او مخورو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۴:۴۲
Background image

د لوګر ولایت په اړوندو سیمو کې د یوې پايې کانکریټي پل د جوړولو چاري پیل شو

د لوګر ولایت د مرکز اړوند د بیدک په کلي کې د (۲۰ ) مترو په اوږدوالي د یوه کانکریټي موټررو پل د جوړولو چارې، دڅه باندې (۱۳) میلیون افغانیو په لګښت، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۶:۸
Background image

په بغلان ولایت کې د اوبو رسولو (۱۰) شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د بغلان ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د دغه ولایت په دهنه غوري، نهرین، برکه، دوشي، خنجان او بنو ولسواليو کې د څه باندې (۴۲.۶) میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو (۱۰. . .

BACK TO NEWS