د دوامداره انرژۍ برنامې له لوري د شیمل هایبرید برښنا پروژې ته د کابل انجینرۍ پوهنځۍ د محصلینو علمي سیر

mrrd-admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۸/۱۲ - ۱۴:۵۸
د دوامداره انرژۍ برنامې له لوري د شیمل هایبرید برښنا پروژې ته د کابل انجینرۍ پوهنځۍ د محصلینو علمي سیر

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د دوامداره انرژۍ برنامې لخوا، د ننګرهار ولایت په دره نور ولسوالۍ کې د شیمل هایبریډ (اوبو او لمریزې ګډې) برښنا پروژې ته د کابل پوهنتون د انجینرۍ پوهنځۍ د انرژۍ څانګې د ۳۳ تنه محصلینو او ۲ تنه ښوونکو علمي سیر د سه شنبه په ورځ د لړم په ۶مه نېټه تر سره کړ.

د دې علمي سیر په ترڅ کې، محصلینو او ښوونکو د شیمل ۳۴۰ کیلو واټه برښنا پروژې له بېلابېلو برخو څخه لیدنه وکړه. یاده پروژه د کلیوبیارغونې او پراختیا وزارت د دوامداره برنامې له لوري، د کوریا هېواد په مالي او د ملګرو ملتونو د پراختیا پروګرام په تخنکیي مرسته، د ننګرهار ولایت په دره نور ولسوالۍ کې د تطبیق په حال کې ده، چې په نږدې راتلونکي کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د دوامدارې انرژۍ د برنامې تخنیکي ټیم د پروژې په تخنیکي، ټولنیزو او اقتصادي اړخونو په تفصیل سره معلومات وړاندې کړل. محصلینو د پروژې د فعالیت څرنګوالي، ظرفیت او نورو مسایلو په هکله خپلې پوښتنې مطرح کړې، چې د تخنیکي ټیم له لوري د قناعت وړ ځوابونه ورکړل شول.

ددې علمي سیر په پای کې، یو تن محصل د نورو محصلینو په استازیتوب د دوامدارې انرژۍ له برنامې څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه چې هغوی ددې علمي سیر په جریان کې ډېر څه زده کړل. د هغه په وینا دغه ډول علمي سیرونه د انرژۍ څانګې د محصلینو لپاره ډېر ګټور دي. او باید په راتلونکي کې هم په لاره واچول شي. د انجینرۍ پوهنځي یو تن ښوونکي هم د کلیوبیارغونې او پراختیا وزارت د دوامداره انرژۍ له برنامې او د ملګرو ملتونو له پرمختیایي پروګرام څخه مننه وکړه، چې یاد علمي سیر یې په لاره اچولی. د یاد ښوونکي په وینا د شیمل برښنا پروژه په ډېر ښه کیفیت پلې شوې ده او د تطبیق څرنګوالي او کارول شوې تکنالوژۍ له اړخه په هېواد کې یوه بې سارې پروژه ده. ددې پروژې څخه په سمه توګه ساتنه او څارنه کولای شي ددې پروژې د پایدارۍ سبب وګرځي. یاد علمي سیر د انجینرۍ پوهنځۍ او دوامداره انرژۍ برنامې تر منځ د لاسلیک شوي تفاهم لیک په چوکاټ کې د ظرفیت اوچتولو فعالیتونو یوه برخه ده، چې د خپلو فعالیتونو د یوې برخې په توګه د دوامداره انرژۍ برنامه د ټولنو، دولتي او خصوصي ادارو او علمي بنسټونو د ظرفیت اوچتولو په برخه کې فعالیت لري.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۹:۱۹
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پروان ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پروان ولایت له والي شیخ عزیزالرحمن منصور سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د پروان. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۳:۵۲
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د یونیسف دفتر له استازي او مل پلاوي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور نن په خپل کاري دفتر کې د یونیسف دفتر له استازي ډاکټر تاج الدین  او مل پلاوي سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پیل کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۲:۲۹
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د (UNDP) دفتر له رئيس او مل پلاوي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور نن په خپل کاري دفتر کې د (UNDP) دفتر له رئیس سټیفن روډریکس او مل پلاوي سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پیل کې د (UNDP. . .

BACK TO NEWS