په فاریاب کې پور او سپما دوه کلیوالي اتحاديې جوړې شوې

mrrd-admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۸/۱۲ - ۵:۵۱
ایجاد اتحادیه‌های قرضه‌دهی و پس انداز قریوی در ولایت فاریاب

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا ملي پروګرام له لوري د فاریاب ولایت د مېمنې ښار اړوند لقمان حکیم او د مقول بالا کلیو کې د ۲۵ سپما ګروپونو د کتابدارۍ او پور ورکولو له چارو څخه د څارنې او نظارت په موخه لیدنه وکړه. چې په پایله کې د یادو ګروپونو له ‌لوري د پروګرام د ټاکل شویو معیارونو په تر سره کولو سره یې سپما ګروپونو ته ارتقاء ورکړل شوه. او له دوی څخه یې د پور او سپما دوه کلیوالي اتحادیې جوړې کړې.

د یادونې وړ ده، چې د کلیوالي اقتصاد د پياوړتیا ملي پروګرام پخپلې پنځه کلنې مودې کې د فاریاب ولایت په ۹۲ کلیو کې د پور او سپما ۹۲ اتحادیې جوړول په پام کې نیولي، چې له دې لارې به د یادو کلیو اوسېدونکیو ته د پورونو د راکړې ورکړې لپاره اسانتیاوې برابرې کړي .

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۱:۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز له قومي مشرانو او مخورو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز له قومي مشرانو او مخورو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۴:۴۲
Background image

د لوګر ولایت په اړوندو سیمو کې د یوې پايې کانکریټي پل د جوړولو چاري پیل شو

د لوګر ولایت د مرکز اړوند د بیدک په کلي کې د (۲۰ ) مترو په اوږدوالي د یوه کانکریټي موټررو پل د جوړولو چارې، دڅه باندې (۱۳) میلیون افغانیو په لګښت، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۶:۸
Background image

په بغلان ولایت کې د اوبو رسولو (۱۰) شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د بغلان ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د دغه ولایت په دهنه غوري، نهرین، برکه، دوشي، خنجان او بنو ولسواليو کې د څه باندې (۴۲.۶) میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو (۱۰. . .

BACK TO NEWS