په کندهار کې د اوبو لګولو د پاخه کانال د جوړولو کار روان دی

mrrd-admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۸/۶ - ۱۵:۸
په کندهار کې د اوبو لګولو د پاخه کانال د جوړولو کار روان دی

د کلیو بیا رغونې او پرمختیا وزارت د سیمه ییز پروګرام له لوري په کندهار ولایت کې ۷۹۳ مترو په اوږدوالي د اوبو لګولو RCC ډوله کانال کار ۲۰ سلنه مخته تللی دی.

دغه کانال، چې له ملي بودیجې تمویلیږي او د یاد ولایت د ډنډ ولسوالي په ناکودک کلي کې جوړیږي، چې کابو ۲۳۳۴ کاري ورځې به رامنځته کړي او په بشپړیدو به یې د سیمې ۱۸۷۲ کسه ترې ګټه پورته کړي.

د یادونې وړ ده، چې یاده پروژه به نه یواځې د سیمې سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه د اوبو لګولو تر منظم پوښښ لاندې راولي؛ بلکې د کانال په اوږدو کې به د اوبو بې ځایه ضایع کیدو مخه هم ونیول شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۵/۴ - ۹:۸
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت خپل یو کلن فعالیتونه او لاسته راوړنې له رسنیو سره شریکې کړې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب نن له غرمې مخکې د اطلاعاتو او رسنیو د مرکز په خبري کنفرانس کې د یاد وزارت یو کلن فعالیتونه او لاسته. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۵ - ۸:۱۹
Background image

په پروان ولایت کې د (۱۷۵) بیلابیلو پراختیايي پروژو چارې پیل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د پروان ولایت په شینواري او سالنګ ولسوالیو کې د څه باندې (۲۴۵) میلیونه افغانیو په لګښت د (۱۷۵) پراختیايي پروژو چارې نن د یوې غونډې په ترڅ کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۰ - ۱۵:۲۲
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت کې د مؤسساتو له استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب په مشري نن له غرمې مخکې د مؤسساتو له استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه.

په یاده غونډه کې چې د کلیو د. . .

BACK TO NEWS