په پکتیا ولایت کې د استنادي دیوال د جوړولو کار روان دی
په پکتیا ولایت کې د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت د سیمه ییز پروګرام له لوري د ۵۷۱ مترو په اوږدوالي د استنادي دیوال د جوړولو د پروژې چارې ۳۳ سلنه مخ ته تللې دي.
د دغه دیوال د فزیکي کار پر مهال به چې له ملي بودیجې تمویل شوی او د یاد ولایت د احمدخیلو ولسوالي په شواټ سترې توغې کلي کې جوړیږي ۷۰۰۹ کاري ورځې رامنځته شي او په بشپړیدو به یې د سیمې ۵۸۸۰ کسه ترې ګټه پورته کړي.
د یادونې وړ ده چې دغه دیوال به د ځايي اوسیدونکو سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه او ګڼ شمیر کورونه د سیلابونو له زیان څخه خوندي کړي.
