په پکتیا کې د ۳.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۱۷۰ متره محافظوي دیوال کار بشپړ شو

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د سیمه ییزو پروګرامونو همغږۍ دفتر له خوا د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز په ابراهیم خیلو کلي کې د ۳.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۱۷۰ متره محافظوي دیوال کار بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د دې پروژې په ترڅ لسګونه کاري ورځې رامنځ ته شوې وې، چې په بشپړتیا سره یې ډیره کرنیزه ځمکه او د استوګنې کورونه د سیلابونو له ګواښه خوندي شول.
د یادولو وړ ده چې ددې دیوال په جوړیدو سره به د سیلابونو مخه ونیول شي او د ځمکو کرنیز محصولات به ورسره ډیر شي.