په سمنګان کې د ۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د دوو پرمختیايي پروژو کار روان دی
د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د سیمه ییزو پروګرامونو همغږۍ دفتر له خوا د سمنګان ولایت د دره صوف پایین ولسوالۍ په تنګی یعقوب کلي کې د ۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۲۵۳ متره محافظوي دیوال او د اوبه خور د ۱۱ متره کانال د جوړیدو کار ۹۹ سلنه مخکې تللی.
د دې پروژې په ترڅ کې ۲۳۷۹ کاري ورځې رامنځ ته شوي او تر بشپړتیا وروسته به یې ۱۱۴۱ کسان ترې ګټه واخلي.
باید ووایو چې دا پروژه به له یوه پلوه د استوګنې کورونه او کرنیزې ځمکې د سیلابونو له ګواښه خوندي کړي او له بله پلوه به ۷۵ جریبه ځمکه د اوبه خور تر منظم پوښښ لاندې راولي.
