د دوه میلیارده او ۱۴۷ ميلیونه افغانیو په ارزښت د پرمختیایي پروژو هوکړه لیکونه لاسلیک شول

content_manager
شنبه ۱۳۹۹/۷/۵ - ۸:۶
د دوه میلیارده او 147 ميلیونه افغانیو په ارزښت د پرمختیایي پروژو هوکړه لیکونه لاسلیک شول

د کليو بیارغونې او پراختیا وزیر پوهندوی مجیب الرحمن کریمي د شنبې په ورځ( ۵ د تلې) د ۲۵۹ پرمختیایي پروژو هوکړه لیکونه د پرمختیایي شوراګانو سره لاسلیک کړل او په دې پروژو کې په لومړي ځل سره ۱۰۷ پروژې کوچیانو ته هم په پام کې نیول شوې دي.

په دې پرمختیایي پروژو کې د کليوالي سړکونو، پلونو، استنادي دیوالونو، د کرنیزو ځمکو د اوبو کولو کانالونو او د څښاک اوبو پروژې شاملې دي، چې ټولییز ارزښت یې د دوو میلیارده او ۱۴۷ ميلیونه افغانۍ ده، چې د کليو بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام ، د کلیوالي  لارو د جوړولو پروګرام ، د کلیوالو سېمو ته د څښاک اوبو د رسولو پروګرام او د سېمه يیز پروګرام په چوکاټ کې پلي کېږي.  

ښاغلي کریمي د دې پروژو د لاسلیک کولو په خبري کنفرانس کې وویل، چې دا پروژې د د افغانستان (په ۳۲ ولایتونو بدخشان ، بامیان ، بلخ ، پروان ، پنجشیر ، خوست ، کاپیسا ، فاریاب ، لوگر ، زابل ، هرات ، بادغیس ، بغلان ، غور ، کابل ، کونړ ، کندوز ، ننگرهار ، پکتیا، میدان وردګ، سرپل ، کندهار، تخار ،لغمان ، سمنگان ، جوزجان ، فراه ، هلمند ، نیمروز ، پکتیکا، دایکنډي او نیمروز) کې پلي کيږي، چې په کاري بهیر کې به درنو هېوادوالو ته  ۱ ميلیون او ۵۶۹ کاري ورځې هم رامنځته شي  او له یو نیم ميلیون څخه ډير هېوادوال به ترې ګټه اخلي.

د کليو بیارغونې او پراختیا وزیر زیاته کړه، چې په دې پروژو کې ۶۱ پروژې د څښاک اوبو او د اوبو رسولو د شبکو او کانالونو دي، د هېواد په ۱۷ ولایتونو کې ۱۰۷ پرمختیایي پروژې چې د څښاک اوبه، د اوبو رسولو شبکې او څاګانې په کې شامل دي،  د کوچیانو لپاره ځانګړي شوې دي،  ۴۰ نورې پروژې چې ۱۰۸ کیلومتره سړک او  ۱۷۴ متره پل  په کې شامل دي د ټرانسپورټ په برخه کې دي او ۷۴ نورې پروژې د استنادي دیوالونو، ګبیوني او محافظتي دیوالونو د جوړولو په برخه کې دي.

د کليو بیارغونې او پراختیا وزیر وویل، چې د دې پروژو زیاتې به برخه د افغان دولت له ملي بودیجې څخه تمویل شوې دي. یوازې ۱۲ پروژې چې ارزښت یې ۸۵ ميلیونه افغانیو ته رسیږي د اسیا پرمختیایي بانک او ۱۱ نورې پروژې د المان هېواد له لوري د افغانستان د اقتصادي بنسټونو د پروګرام په چوکآټ کې تمویل شوې دي.

د یادونې وړ ده، چې یادې پروژې به د یو کال په اوږدو  کې پلې کيږي، خو ممکن هغوی چې د کار حجم یې زیات دی، بل کال ته هم وغځيږي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۱:۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز له قومي مشرانو او مخورو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز له قومي مشرانو او مخورو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۴:۴۲
Background image

د لوګر ولایت په اړوندو سیمو کې د یوې پايې کانکریټي پل د جوړولو چاري پیل شو

د لوګر ولایت د مرکز اړوند د بیدک په کلي کې د (۲۰ ) مترو په اوږدوالي د یوه کانکریټي موټررو پل د جوړولو چارې، دڅه باندې (۱۳) میلیون افغانیو په لګښت، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۶:۸
Background image

په بغلان ولایت کې د اوبو رسولو (۱۰) شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د بغلان ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د دغه ولایت په دهنه غوري، نهرین، برکه، دوشي، خنجان او بنو ولسواليو کې د څه باندې (۴۲.۶) میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو (۱۰. . .

BACK TO NEWS