د کندهار کوچیانو ته د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا ملي پروګرام له‌خوا روزنیز ورکشاپ وړاندې شو

content_manager
دوشنبه ۱۳۹۹/۶/۳ - ۱۴:۲
د کندهار کوچیانو ته د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا ملي پروګرام له‌خوا روزنیز  ورکشاپ وړاندې شو

دکلیو بیارغونې او پراختیا وزارت دکلیوالي اقتصاد د‌ پياوړتیا ملي پروګرام په کندهار ولایت کې د ۳۹ ښځینه سپماګروپونو ۲۳۸ غړو ته د کندهار ولایت په دامان ولسوالۍ کې د پروګرام د موخو د تشریح په اړه دوه ورځنۍ روزنه وړاندې کړه.

د دې ولسوالۍ اوسېدونکي چې‌ تر ډېره بریده کوچیان دي، د ولسوالۍ په کچه د پروګرام له پلي کېدو راضي دي او پخپلو سیمو کې له پروګرام څخه د ډېرو سپماګروپونو د تشکیل غوښتنه کوي.

د یادونې وړ ده، چې د هېواد د ولس مشر د هغه فرمان پر بنسټ چې دولتي او غیر دولتي بنسټونو ته یې د کوچیانو د اقتصادي او ټولنیز ژوند د پیاوړتیا لپاره د ډېرې پاملرنې په موخه صادر کړی، د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا ملي پروګرام کوچیانو ته د هېواد په کچه خپل خدمتونه وړاندې کوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۳:۱۶
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو پراختیا انسټیټیوټ د (GIS) ښوونیز ورکشاپ پيل شو

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت (۵۳) تنه مرکزي کارکوونکو لپاره د کلیو پراختیا انسټیټيوټ د جغرافیايي معلوماتو سیسټم (GIS) ورکشاپ نن د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه وزارت د کلیو ودانیزو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۰:۱۶
Background image

د بدخشان ولایت د واخان ولسوالۍ د سړک د رغنیزو چارو له بهیر څخه لیدنه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د پلان او پالیسۍ مرستیال مولوي شرف ‌الدین مسلم د یوه پلاوي په ملتیا بدخشان ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د واخان ولسوالۍ د سړک د رغنیزو چارو له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۴:۰
Background image

د کليو د بيا رغونې او پراختيا وزارت محترم وزیر صاحب غزني او زابل ولایتونو ته سفر وکړ

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت محترم وزير الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب د مل پلاوي په ملتیا غزني او زابل ولایتونو ته د کاري سفر په ترڅ کې د یادو ولایتونو د کلیو د بیارغونې او. . .

BACK TO NEWS