د پکتیکا ۱۸۵ ښوونځيو ته ودانۍ جوړیږي، چې ۵۶  یې بشپړې شوې دي

Ehsan_admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۵/۲۶ - ۹:۵۷
ملاقات با والی پکتیکا

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزیر پوهندوی مجیب الرحمن کریمي  د پکتیکا له والي ډاکټر مجیب الرحمن څمکني او ولایتي شورا ځينو غړو سره په لیدنه  کې  د یاد ولایت  د خلکو ستونزې وارویدې.

په پیل کې د پکتیکا والي  د کلیو بیا رغونې  او پراختیا وزارت د پرمختیایي پروژو اغېزه د خلکو پر ژوندانه ګټوره یاده کړه او  زیاته یې  کړه، چې  د پکتیکا ۸۰ سلنه خلک په کرنه بوخت دي او د اوبو مدیریت یې د ژوندانه حالت د ښه کولو په برخه  کې بنسټیز رول لري.

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزیر پوهندوی مجیب الرحمن کریمي  وویل، د پکتیکا د ټولو اوبیزو حوزو د مدیریت په موخه تخنیکي سروې بشپړه شوې ده، چې د اوبو د مدریت په پنځه کلن پلان کې به ورته ځانګړي پاملرنه وشي.

د کليو بیارغونې او پراختیا وزیر زیاته کړه، چې متوازنه پرمختیا او د پروژو کیفیت د وزارت د کړنلارې محوري ټکي دي او په ټوله کې د دولت تمرکز محرومو ولایتونو ته په لا ډيرې پاملرنې دی.

 د یادونې وړ ده، چې په پکتیکا  ۱۸۵ ښوونځيو ته ودانۍ جوړیږي، چې ۵۶ یې  بشپړې شوې دي  او د دې ترڅنګ ۳۲۴ نورو پرمختیایي پروژو چارې هم روانې دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۳:۱۶
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو پراختیا انسټیټیوټ د (GIS) ښوونیز ورکشاپ پيل شو

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت (۵۳) تنه مرکزي کارکوونکو لپاره د کلیو پراختیا انسټیټيوټ د جغرافیايي معلوماتو سیسټم (GIS) ورکشاپ نن د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه وزارت د کلیو ودانیزو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۰:۱۶
Background image

د بدخشان ولایت د واخان ولسوالۍ د سړک د رغنیزو چارو له بهیر څخه لیدنه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د پلان او پالیسۍ مرستیال مولوي شرف ‌الدین مسلم د یوه پلاوي په ملتیا بدخشان ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د واخان ولسوالۍ د سړک د رغنیزو چارو له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۴:۰
Background image

د کليو د بيا رغونې او پراختيا وزارت محترم وزیر صاحب غزني او زابل ولایتونو ته سفر وکړ

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت محترم وزير الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب د مل پلاوي په ملتیا غزني او زابل ولایتونو ته د کاري سفر په ترڅ کې د یادو ولایتونو د کلیو د بیارغونې او. . .

BACK TO NEWS