په کابل کې د یوې پراختیایي شورا غړیوته د کرونا ويروس په اړه عامه پوهاوی ورکړل شو

Ehsan_admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۴/۵ - ۱۱:۹
کابل

د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري او دعامې روغتیا وزارت د لارښود له مخې د کابل ولایت د بګرامیو په ولسوالۍ کې د صدراعظم پراختيايي شورا ته د کرونا ويروس او د خوراکي توکو د کمیټې دجوړیدو په اړه کمپاین ترسره شو. په دغه کمپاین کې د کرونا ویروس ناروغانو د نښو ، له هغې څخه د ځان ساتنې او د وايروس د لېږد د مخنیوي د لارو چارو او د روغتیایي اصولو په برخو کې لازم پوهاوی ورکړل شو د پراختيايي شورا ګانو غړو ژمنه وکړه چې دا مالومات به د بګرامیو ولسوالۍ له اوسیدونکو سره شریک‌ کړي. پدې کمپاین کې همدارنګه د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام د مرستندویه برخې د پیل لپاره د موادو ویش کمیټه هم جوړه شوه نوموړې کمیټه د پراختیایې شورا له فرعي کمیټو څخه چې په هغه کې ځوانان، ملا امامان او زیانمنونکې برخه شامل دي ، جوړه شوه چې په راتلونکې کې په بیړنیو حالاتو کې له خلکو سره مرسته وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۱:۳۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د یونیسف دفتر له استازې او مل پلاوي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د یونیسف دفتر له استازې او مل پلاوي سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پیل کې د یونیسف دفتر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۰:۵۱
Background image

د ولایتي ریاستونو خبریالانو لپاره د وړتیا لوړولو درې ورځنی روزنیز ورکشاپ پای ته ورسېد

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د ولایتي ریاستونو خبریالانو لپاره د وړتیا لوړولو روزنیز ورکشاپ نن د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال الحاج محمد ارسلاح. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۱:۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز له قومي مشرانو او مخورو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز له قومي مشرانو او مخورو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې. . .

BACK TO NEWS