د هیواد په ۸ ولایتونو کې به د۱۰ ښوونځیو دجوړیدو چارې ژر بشپړې شي

Ehsan_admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۳/۲۲ - ۱۳:۸
مکاتب

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون د اقرا پروګرام تر چتر لاندې به دننګرهارولایت په دور بابا، د کابل ولایت په بګرامۍ، د خوست ولایت په ځاځي میدان،د کندز ولایت په خان اباداوامام صاحب،د نورستان ولایت په برګ مټال، دروزګان ولایت په ګیزاب، دلوګر ولایت په څرخ اوبرکي او دکندهار ولایت په پنجوایي ولسوالیو کې د۱۰ ښوونځیو دجوړیدو چارې ژر بشپړې او ګټې اخستنې ته وسپارل شي.

دا ښوونځي د ۶ یا ۸ ټولګیو تشنابونواو ځښاک داوبو دڅاه ګانو درلودونکي دي، او په بشپړیدو سره به ۲۴۱۷ تنو زده کوونکو ته دزده کړې وړ چاپیریال رامنځ ته کړي.

ددې ښوونځیو د جوړیدو په ترڅ کې زرګونه کاری ورځې رامنځته کیږي، سربیره پردې تیره اونۍ هم د کابل ولایت په کلکان ولسوالۍ کې د۲۵۰ زده کوونکو لپاره یو ښوونځی جوړ او ګټې اخستنې ته وسپارل شو.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۳:۱۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د هلمند ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د هلمند ولایت له والي مولوي امان الدین منصور او د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۰:۱۲
Background image

خبرتیا

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت په پام کې لري چې خپل (۱۲۱) عرادې وسایط په ۱۴۰۵/۱/۱۸ نېټه د سې شنبې په ورځ د لیلام پروسې له لاري خرڅ کړي.

شرکتونه او اشخاص که د رانیولو لپاره علاقمندي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۹:۱۹
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پروان ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پروان ولایت له والي شیخ عزیزالرحمن منصور سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د پروان. . .

BACK TO NEWS