په خوست کې د سپما گروپونو او د پور او سپما کلیوالي اتحادیو ته د کورونا څخه د ځان‌ساتنې عامه پوهاوی ورکړل شو

Ehsan_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۳/۲۱ - ۹:۱۹
خوست

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي اقتصاد د پياوړتیا ملي پروگرام له لوري په خوست ولایت کې د سپما گروپونو او د پور او سپما کلیوالي اتحادیو ۵۸ کلیدي غړیو ته د کورونا وژونکي وایروس څخه د ځان‌ساتنې په اړه عامه پوهاوی ورکړل شو.

د خوست ولایت د مرکز اړوند متون، شمل او لکڼ هغه سیمې دي، چې د کلیوالي اقتصاد د پياوړتیا ملي پروگرام و لایتي کارمندانو له لوري په‌کې د کورونا اړوند د صحي سپارښتنو او عامه پوهاوي دا لړۍ جریان لري.

د عامه پوهاي په‌دې کمپاین کې د شفاهي توصیو تر څنگ د گروپونو په کلیدي غړیو انځوریز پېغامونه هم وېشل کېږي، چې وکولای شو، چې په لرې پرتو سیمو کې د کورونا د خپرېدا شدت راکم کړای شو.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۳:۱۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د هلمند ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د هلمند ولایت له والي مولوي امان الدین منصور او د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۰:۱۲
Background image

خبرتیا

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت په پام کې لري چې خپل (۱۲۱) عرادې وسایط په ۱۴۰۵/۱/۱۸ نېټه د سې شنبې په ورځ د لیلام پروسې له لاري خرڅ کړي.

شرکتونه او اشخاص که د رانیولو لپاره علاقمندي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۹:۱۹
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پروان ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پروان ولایت له والي شیخ عزیزالرحمن منصور سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د پروان. . .

BACK TO NEWS